ټولګټو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، په سالنګونو کې هوا لمریزه ده او دامهال یاده لویه لار د واورې د زیاد ضخامت او د هيواد والو د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د ترافیکو پرمخ تړلې ده،

د یاد وزارت په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ‏ریاست پرسونل د واورو په پاکولو بوخت دي؛ تر څو یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

یاد وزارت زیاته کړې ده چې، په سرپل ولایت کې د قم کوتل او د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د واورې پاکولو چارې جریان لري.

ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې ده چې، په بدخشان، ‏تخار او فاریاب ولایتونو کې هم په تیرو دریو ورځو کې درنه واوره ورېدلې، چې دا مهال یې د اړوندو ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له لورې له سړکونو او زیان منونکو سیمو څخه د واورې پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په دایکندي، ‏غزني او بامیان ولایتونو کې هم ځينې نښلوونکي مسیرونه د تیزې واورې د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې د اړوند ولایتي ریاستونو په دوامداره هلوځلو د ترفیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

یاد وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه هيله کړې، چې د یادو لویو لارو ‏او سړکونو څخه‌ د سفر پرمهال د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ گرمې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دې مراعت کړي، د مؤظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version