مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د افغانستان امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۲ زره او ۸۵۸ میله سپکې او درنې وسلې، ۲۵ زره او ۸۵۴ فیره مرمۍ، ۱۶۹ کړۍ ماینونه، ۷ لاسي بمونه، ۷ مخابرې او ۱۰ دوربینونه کشف او ضبط کړي دي.
ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پنځمې ناستې پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې ۸۰۴ قاچاقبران هم له ۲۳۲ عرادو وسایطو، ۲۶ موټرسایکلونو، یوه رنجر او یوه دستګاه جېمر سره نیول شوي دي.


