د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دولتي روغتونونو د ډیجیټلي کولو په موخه له اړوندو مسوولینو سره ناسته شوې ده.
روغتیا وزارت ویلي، په دې ناسته کې د روغتیايي معلوماتو د برېښنايي ثبت او مدیریت، د روغتونونو د چارو د ډیجیټلي کولو او شته امکاناتو او اړتیاوو په اړه بحث شوی.
ښاغلي جلالي ویلي، د روغتونونو ډیجیټلي کول به د ناروغانو د ثبت، درملو او طبي وسایلو د مدیریت او مالي او اداري چارو په برخه کې لا ډېر شفافیت رامنځته کړي.
هغه ټینګار کړی چې د دې بهیر په بشپړېدو سره به د ناروغانو خدمتونه چټک، د روغتیايي کارکوونکو چارې منظمې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شي.


