د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې نوموړي په دې سفر کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر دوکتور محمد بن عبدالعزیر الخلیفي سره کتلي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي او له قطر سره د اسلامي امارت په همدردۍ او ملاتړ ټینګار شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ دوحه د حماس پر دفتر د صهیونیستي رژیم له برید وروسته د اسلامي هېوادونو د مشرانو کوربه و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version