د ایران د بشر حقونو د څار سازمان «حال‌وش» راپور ورکړی، د دغه هېواد سیستان او بلوچستان ولایت کې وسله‌والو درې ایراني پولیس وژلي.

راپور زیاتوي، چې وسله‌والو د خاش ښار اړوند کلچات سیمه کې پر عمومي سړک د پولیسو پر موټر ډزې کړي، چې په ترڅ کې یې موټر کې ناست درې پولیس وژل شوي.

ویل شوي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم ګڼ شمېر پولیس او پوځي ځواکونه سیمې ته استول شوي؛ خو ایراني حکومت لا هم په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو په یاده سیمه کې د جیش‌العدل سني وسله‌واله ډله فعاله ده او تر دې وړاندې یې پر ایراني پولیسو ګڼ بریدونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version