د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند وایي، دغه وزارت هڅه کوي چې، د هېواد په زونونو کې ژر تر ژره کرنیز کمپلکسونه جوړ شي.

د ياد وزارت وياند مصباح الدین مستعین ویلي چې، په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د عصري سیسټم د رامنځته کېدو لپاره، د هېواد په زونونو کې د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه کړنلاره وروستۍ شوې او دم‌ګړۍ د کمپلکسونو د جوړولو لپاره د ځمکې پر ټاکلو کار دوام لري.

ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه د هېواد د زونونو په کچه د کرنیزو کمپلکسونو جوړول د کروندګرو او سوداګرو له زیانمن کېدو د مخنیوي او اقتصادي پراختیا په برخه کې اغېزناک ګڼي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و چې، د کرنې د میکانیزه کولو او کروندګرو د لاسنیوي لپاره یې د یو ملاتړي صندوق په چوکاټ کې دوه مېلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version