عامې روغتیا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ياد وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له مشر رفعت جمال سره په کتنه کې د راستنېدونکو لپاره د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو په وړاندې کولو او د هېواد لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو په جوړوېدو خبرې کړې دي.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې په وينا په دې لیدنه کې رفعت جمال له افغانستان سره د (UNHCR) سازمان د لازیاتې همکارۍ په کولو ډاډ ورکړی دی.