د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي چې، د هلمند ولایت د ملي پوليسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په لسمه تعلیمي دوره کې ۴۸۵ پولیس د نظامي او عقیدوي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شوي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په فارغ شویو پولیسو کې ۲۹۹ تنه د هلمند او ۱۸۶ تنه د فراه ولایت منسوبین وو.