کابل ښاروالي وايي په لومړي ځل یې په کابل ښار کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ویزه او تائید کړې ده.

د يادې ښاروالۍ د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو د ځانګړې کمېټې تر اصلاح او ارزونې وروسته د دې ودانۍ نقشه ويزه او تاييد شوه، چې په ۳۴ پوړونو کې د کابل هوايي ډګر د سړک په اوږدو کې جوړېږي او څلور د ځمکې تر سطحې لاندې پوړونه لري.

د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د ورکولو او تحلیل رئیس انجنیر محمد بشیر اماني ويلي، د يادې ودانۍ او نورې ټولې نقشې له ښاري نورمونو او معیارونو سره برابرې ډیزاین شوې دي او د هر ډول تاسیساتو لپاره د رسمي جواز اخیستل حتمي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version