شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp اترا ادارې پر خپله اېکس پاڼه په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو او ۱۲ولسوالیو کې د ۱۲ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) زیاته کړې، چې دغه اقدام یې د هېواد لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو ته د خدمتونو رسولو په موخه ترسره کړی، چې له مخې به یې مخابراتي شرکتونه د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۱۲ مخابراتي آنتنونه جوړوي.ياده دې وي، چې واک ته د افغان حکومت له رسېدو وروسته له مخابراتي خدمتونو په بې برخو ګڼ شمېر لرې پرتو سيمو کې نوي سايټونه رامنځته شوي او خلکو ته د غږيزو اړيکو او انټرنیټ اسانتياوې رامنځته شوې دي.