له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې نن پنجشنبه (د چنګاښ، ۱۹مه) د هېواد په ۹ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا او سیلابونو اټکل کړی دی.
په یادو ولایتونو کې لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بدخشان، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونه شامل دي.
یادې ادارې د هېواد په شمالي، لوېديځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو او له دوړو ډکو بادونو رامنځته کېدو اټکل هم کړی.
ورته مهال له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې له خلکو غوښتي، چې د سیندونو غاړو ته دې له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي.