‏د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خاص کنړ او نورګل ولسوالیو له زلزله‌ځپلو سره وکتل.

ملي دفاع وزارت ویلي، ښاغلي فطرت د دې سفر پرمهال د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د شریکولو ترڅنګ پر څه‌ باندې ۱۱ سوه کورنیو له لس میلیونه افغانیو زیاته نغدي مرسته هم وېشلې ده.

نوموړي دغه راز زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه د هوایي ځواک د هڅو ستاینه کړې او د سیمې خلکو ته یې ډاډ ورکړی، چې ملي اسلامي اردو به له خپلو ټولو امکاناتو د خپلو هېوادوالو په خدمت کې ولاړه وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version