په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو وروسته په نوې دوره کې، یعنې له خپلواکۍ وروسته، مخالفینو د تېښتې او ځینې وخت د چریکي جګړې لار خپله کړه. له دې سره، سره همدا ډلې او تشکیلات د خپلو شخصي ګټو له امله له یو او بل څخه جلا او ووېشل شول، او د نویو نومونو او نښو تر عنوان لاندې راغلل، ترڅو یو څه وکړي او کومه پایله ترلاسه کړي. خو دا لار هرڅومره چې مخکې ځي، هماغومره تیاره کېږي، منزل لرې کېږي او نا امیدي غالیبېږي او ناکامي ډېرېږي.
هغه دوکهشوي لاروي چې په دې لار کې له ناپېژندو لارښوونکو سره یو ځای شوي دي، ورو، ورو دې پایلې ته رسېدلي چې دوی غلط انتخاب کړی، په یوه اغزنه لار یې ګام اخیستی دی او راتلونکی یې د روښانه او رڼا پر ځای تیاره دی.
د مقاومت جبهې دوکه شوي سرتېري له ډېر تعقیب، ادعاوو، تبلیغاتو، د دې او هغه تر شا له ګرځېدو وروسته، بالاخره خپل اُمید، انګېزه، ځواک او توان یې د لارې د دوام لپاره له لاسه ورکړي او منفعل شوي دي. دا ټوله نا امیدي او مایوسي په څو عواملو پورې اړه لري او دا ډېره او محسوسه بېانگیزګي د هغه دروغو او فریبونو پایله ده چې د دوی بادارانو او تش په نوم مشرانو ورته ښودلي او د خامو خیالونو په واسطه یې غولولي دي.
د مقاومت جبهې د دوکهشویو سرتیرو د بېانگېزګۍ په دوام کې به د څو اغیزمنو عواملو په اړه خبرې وکړو او تحلیل به یې کړو:
۱. الٰهي لار
په جګړه کې د داخلیدو او په خپل ژوند قیمار کولو لپاره تر ټولو مهم شئ، د هغه پایلې په اړه ډاډ لرل دي چې په تمه یې ده. انسان تر هغې چې نه پوهیږي ولې یا د څه لپاره خپل ژوند قربانوي او آیا په دې لاره کې د ژوند ورکول واقعاً ارزښت لري که نه!؟ هیڅکله به د زمانې جبر ته تسلیم نشي او بې له پوهې او درک څخه به داسې لارې ته مخه نه کړي چې په پای کې هم ژوند له لاسه ورکړي او هم یې آخرت خراب شي. شاید کله کله داسې وشي چې یو شمېر کسان بې له پوهې یا پوهې سره، خو په جګړهایز ډول په داسې جریانونو کې شامل شي، خو دا یووالی ډېر دوام نه کوي او هره ورځ چې تېریږي، تودوخه او شور یې کمېږي او له منځه ځي. بې له شکه چې د مقاومت جبهې د سرتیرو او ملګرو د بېانگیزګۍ یو له مهمو عواملو څخه، د غلطې لارې انتخاب او له سمې لارې څخه انحراف دی.
۲. رښتینی مشر
دوهم شئ چې له لومړي څیز څخه کم نه دی، د رښتیني او مصمم مشر نشتوالی دی چې د مشرتابه ځانګړتیاوې لکه په آرمانونو کې د خپل ژوند او مال قرباني کولو او د ملګرو او پیروانو د امنیت په لاره کې له ځانه تېرېدلو توان ولري. انسان هغه وخت د یو چا امر مني، کله چې پوه شي هغه هم د دې سرتیري د قربانۍ ارزښت پېژني، د هغه د هڅو قدر کوي، د اړتیا په وخت کې لومړی خپل ځان قربانوي او بیا خپل کسان مخکې لېږي. یا پخپله مشر او قوماندان په جګړه کې دومره اتلانه او زړور جنګېږي چې کسان یې په لیدلو سره زړورتیا پیدا کوي او په وجود کې یې شهامت خپریږي.
خو هغه څه چې له لیدل شویو حالاتو څخه ښکاري، دا ډله نه رښتینی مشر لري او نه همدا موجود او تش په نوم مشر یې د خپلو ملګرو لپاره د داسې قربانۍ او ایثار توان لري. شک نشته چې د دې ډلې د بېانگېزګۍ او روحي ماتې یو بل عامل د مدیریت په ضعف او د داسې کاریزماتیک شخصیت په نشتوالي کې دی، ترڅو دوی سمه او په قوي توګه رهبري کړي.
۳. کافي لګښت
دریم شئ، له مبالغې پرته د ژوند لګښتونو او ورځنيو اړتیاوو پوره کول دي. کله، کله انسان په داسې سختو شرایطو کې راګیر شي چې حتی حاضر وي خپل ژوند په لږ بیه او د هیڅ شي لپاره ورکړي، ترڅو له خپلې کورنۍ شرمینده نشي. اوس که همدا لږ بیه هم پوره نشي او یوازې خطر وي، ژوند لاړ شي او پیسې په لاس را نشي، نو د هیڅ شي لپاره له منځه تلل عاقلانه کار نه دی. یو بل ظاهري عامل، د دې جبهې د مشرانو او قوماندانانو ناتواني ده چې خپل داخلي لګښتونه او مصرفونه نشي پوره کولی، چې له ستونزو سره مخ شوي او نشي کولی اړین لګښتونه پوره کړي. همدا چاره د دې لامل شوې چې هماغه غولول شوي کسان په هوش راشي او تر څو چې فرصت لريؤ خپل ژوند سالم وساتي، سمه پریکړه وکړي او بیرته راشي.
دا چې دې غولول شوې ډلې اوس خپله انرژي او خوښي له لاسه ورکړې ده او د خوښۍ او ښادۍ بساط یې ټول شوی، د پورتنیو دریو مواردو د نشتوالي یا سخت ضعف ښکارندویي کوي. ځکه هغه لاره چې په هغې کې وینه توی شي او ژوند قربان شي، که الهي نه وي او زړه له ډاډه ډک نه وي، بې ګټې ده او یوازې تباهي ده.
همدارنګه کله چې د میدان مخکښ کس شاتګ وکړي او یوازې په خبرو اترو او له لرې څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او یوازې له یوه خوندي او ګرم ځای څخه د جګړې نارې وهي، شک نشته چې د جنګیالیو وینه په رګونو کې وچیږي او د دوی د لاسونو زور له منځه ځي، ځکه لکه څنګه چې بدن او ژوند د انسان تر ټولو لوړه او ارزښتناکه سرمایه ده، نو باید د یو څه لوړو او مهمو اهدافو لپاره قرباني شي، نه د هر څه، نه د هر چا لپاره او نه هم د هر چا په وړاندې.
که څه هم دا غولول شوې ډله ادعا کوي چې د خدای لپاره جنګ کوي او د هېواد د آزادۍ لپاره د جګړې میدان ته ننوځي، خو څرنګه چې د دوی خبرې په صداقت ولاړې نه دي او له حقیقت څخه لرې دي، ډیر ژر ماته خوري او له جګړې لاس اخلي.
په تاريخ کې د داسې پېښې روښانه بېلګه موږ د اسلام په پیل کې لرو؛ کله چې د قریشو احزاب او ایتلاف د اسلام د بشپړ له منځه وړلو لپاره مدینې منورې ته روان شول او په خپل زیات شمیر مغرور وو او د مسلمانانو په بشپړ له منځه تللو کې یې شک نه درلوده، خو څرنګه چې د دې ائتلاف بدن له پټیو او ټوټو څخه جوړ شوی و او هر یوه یې په زړه کې بیل هدف درلوده، د جګړې په وخت کې یې زړونه تش شول او د مسلمانانو د رښتیني یووالي او یوځای والي په وړاندې یې روحي ماتې وخوړه، له خپل منځه یې تخریب پیل شو او همدې چارې د دوی د یووالي بنسټونه کمزوري کړل.
په دې توګه، یوازې تطمیع او تشویق هیڅکله کافي نه دي او لومړی باید سمه لار خپله شي او بیا یو فداکار جنګیالی په لومړۍ کرښه کې د ژوند ورکولو او اخیستلو لپاره ودریږي او د فزیکي ځواک ترڅنګ، مالي کفایت هم شتون ولري، ترڅو یو هدف ترلاسه شي او یو آرمان پوره شي. خو دا جهادي مقولې هیڅکله د مقاومت جبهې د غولول شویو سرتیرو په وجود کې د واقعیت رنګ نه دی اخیستی او صحنې ته نه دی راغلی؛ نو څنګه تمه کیدای شي چې داسې کسان ثابت او باوري پاتې شي او د تل لپاره په سنګر کې ځای پر ځای وي او شاتګ ونه کړي!؟
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.