د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د هېواد له سیاسي او نظامي چارو شنونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي، هڅه کوي یوه داسې مجهزه او په عصري وسلو سنباله اردو جوړه کړي، چې په هر ډول حالاتو کې له خپل حریم څخه د دفاع وړتیا ولري.
ښاغلي فطرت ویلي، چې ملي اسلامي اردو اوس پر خپلو پښو ولاړه ده او په تېرو څلورو کلونو کې یې له هېواده د دفاع په لار کې یې هیڅ ډول دریغ نه دی کړی.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز زیاته کړې، هر څوک چې هیواد ته په بد نظر وګوري، ملي اسلامي اردو به په پوره زړورتیا سره ځواب ورکوي. په خبره یې: «ګاونډیانو ته هم دا ثابت شوه، چې څوک پر افغانستان یو ګذار وکړي سل چنده جواب به ورکول کېږي.»
ورته مهال د هېواد سیاسي او نظامي چارو شنونکو پخوانیو جنرالانو او د رسنیو استازو له اسلامي ملي اردو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
