ټاکل شوې چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه، د سرپرست حکومت د بهر مېشتو مخالفو ډلو ټپلو نږدې سل تنه را ټول شي، دا په شاوخوا دریو کلونو کې د ویانا پنځمه ناسته ده چې ترسره کېږي، خو تېرو ناستو یې هم کومه خاصه نتیجه نه درلودل. دا ناستې د دې لپاره جوړېږي، چې بهر مېشتې مخالفې ډلې سره منسجمې شي او خپل منځي اختلافات لېرې کړي، خو د غونډو له پای ته رسېدو سره جوخت، نه تنها دا چې دا اختلافات نه حل کېږي، بلکې لا پسې ډېرېږي او د شته ډلو ټپلو له منځه نوې ډلې هم راټوکېږي.
د دغه ډول غونډو ماهیت، د اشخاصو او ډلو جوړښت، د دوی د بحث موضوعات، اجنډا او نورو مسایلو ته که وکتل شي، د غونډو له پیله هر څوک دا تصور کولی شي، چې دا هسې بې مانا او بې ګټې غونډې دي، چې هېڅ لاسته راوړنه نه لري. په دغه غونډو کې هغه کسان راټولېږي، چې د افغانستان د اوږدې غمیزې اصلي عاملین د دوی ګوندونه او یا هم د دوی د کورنۍ غړي دي، چې د افغانستان خلک هېڅ ښه خاطره نه ترې لري، په افغانستان کې د خپلو کرلو اغزیو له وېرې تښتېدلي او د خپل له لاسه تللي حیثیت، قدرت او دبدبې بې حالي یې له ورایه په څېرو کې ښکاري.
دغه ډلې ټپلې او افراد د فردي ګټو، ګوندي، قومي او سمتي غوښتنو، فرمایشونو او سلیقو له کبله له یو او بل سره دومره اختلافات لري، چې د بهرنیو له مرستې پرته پنځه کسان هم په خپلو کې نه شي راسره راټولېدی. د دوی لپاره دا ډول غونډې هم بهرنیان جوړوي، لګښتونه یې هم هغوی ورکوي، اجنډا هم هغوی ورکوي او په دغه ډول غونډو کې یې هغوی هڅوي چې خپل داخلي اختلافات یوې خواته کړي او د دوی په وینا په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او غربي ارزښتونو د پلي کولو لپاره پر یوې هوکړې سره صلاح شي.
خو دوی نه د ځان لپاره کوم پلان لري، نه د افغانستان لپاره او نه هم د خپلو ډونرانو د قناعت لپاره کومه لاسته راوړنه لري، چې دوی ته دې پرې پروژې ورکړل شي، دوی هلته تنها خیالي ژمنې کوي، هر یو یې د میلیوني پلویانو لاپې شاپې وهي او هر یو هڅه کوي چې خپل ډونر ته ځان تر بل سیال ډېر نږدې وښيي، هر یو هڅه کوي چې خپلو ډونرانو ته داسې وښيي چې ګواکې دوی یې تر بل هر چا ګټې ښې خوندي کولی شي.
خو د دوی اصلي موخه د خپلو جېبونو ډکول، د خپل بایللي کاذب حیثیت، واک او ځواک بیا راژوندي کول او د خپلو شخصي ګټو او سلیقو لپاره کار کول وي. په دې سیالۍ کې دوی د اختلافاتو اوج ته رسېدلي، دوی یې سره وېشلي، پاشلي او په شدیده توګه کمزوي کړي دي، دوی له بهرنیو مرستو او هڅونو سره سره، بیا هم نه شي کولی چې سره یو شي او په یوه ټغر سره راټول شي. له بلې خوا ولس اوس د دوی تورې، مبهمې او مذبذبې څېرې تر پخوا ښې پېژندلي، هېڅوک یې ملاتړ نه کوي، بلکې هره ورځ یې کرکه لا ورسره ډیریږي او د دوی له شتون څخه په خالي افغانستان کې د ارامۍ او سوکالۍ احساس کوي.
د ویانا پنځمه ناسته هم د تېرو ناستو په څېر بې ګټې او بې مانا ده، په دې ناسته کې به بیا هم د څو مشخصو قومي، سمتي او ګوندي سیاسي معامله ګرو او سوداګرو یوه کتله سره راټوله شي، د پخوا په څېر به هلته د خپلو بهرنیو ډونرانو او ملاتړو په مخ کې څو لاپې شاپې ووهي، دوی ته به کاذبې وعدې ورکړي، خو د غونډې له پای ته رسېدو سره به یې اوسني جوړښتونه لا پسې وپاشل شي، ټوټه به شي او په سرو سترګو او ترهېدلو څېرو به د خپلو شومو پلانونو او موخو د رژېدو ننداره کوي او بس!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.