Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د ویانا پنځمې غونډې د پردې تر شا ناویلې؛ ولې او څنګه د ځینو څهرو د ګډون مخنیوی وشو؟
    راز

    د ویانا پنځمې غونډې د پردې تر شا ناویلې؛ ولې او څنګه د ځینو څهرو د ګډون مخنیوی وشو؟

    صابر افغانصابر افغان24 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د سرپرست حکومت څو مخالفې ډلې سره راټولې شوې، دوې ورځې یې د پردو تر شا او د تمویلوونکو او نورو بهرنیو اړخونو د اغېزې، فرمایشونو او غوښتنو تر سیوري لاندې وېشلې پاشلې خبرې سره وکړې او په پایله کې یې یوه مجمله او مبهمه اعلامیه خپره کړه، چې وروسته بیا دې ناستې ان د نورو مخالفو جهتونو پراخ غبرګونونه هم راوپارول.

    که څه هم دې ناستې ته تابیا داسې نیول شوې وه، چې ټولې او یا لږ تر لږه بهرمېشتې اکثریت مخالفې ډلې به پکې ګډون کوي، خو داسې ونه شول او دا ناسته د بندو دروازو تر شا، ان د څو محدودو کسانو د اختلاف په اوج او د مجبوریت په فضا کې ترسره شوه. د غونډې جزئیات هم له رسنیو سره شریک نه شول او یواځې پر هماغې یوې مبهمې اعلامیې اکتفا وشوه.

    خو تازه له هندوکش‌غږ سره د دې ناستې له منځه یوې باخبره او باوري سرچینې د دې غونډې په اړه کره او دقیق جزئیات شریک کړل. د موضوع د حساسیت په خاطر دا سرچینه له نوم اخیستو ډډه کوي، خو په خبره یې دا ناسته په داسې فضا کې ترسره شوه، چې ټولې چارې او صلاحیتونه یې پر بهرنیانو سربېره، یواځې احمد مسعود او یاسین ضیاء انحصار کړي وو. دوی دواړو هم په لومړي سر کې د بیرغ پرسر شدید اختلاف درلود، د احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود په دې غونډه کې د نظار شورا د بیرغ پر اېښودو ټينګار کاوه، خو یاسین ضیاء بیا پر دې تاکید کاوه، چې باید د غونډې په تالار کې درې رنګه بیرغ کېښودل شي. په دې اړوند تر پراخو ناندریو وروسته، بالاخره احمد مسعود د یاسین ضیا دې غوښتنې ته تسلیم شو او په تالار کې یې د درې رنګه بیرغ (تور، سور، زرغون) له اېښودو سره موافقه وکړه، چې دې چارې د احمد مسعود او مقاومت جبهې د غړو او پلویانو سخته غوسه راوپاروله او نوموړی یې پر معاملې تورن کړ.

    د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې دې غونډې ته د هزاره‌ګانو په استازولۍ محقق او یا هم د ده کوم بل نږدې او لوړپوړی استازی ورشي، خو د نامعلومو دلایلو له امله په ۹۰مه دقیقه کې دوی ته ویزه ورنه کړل شوه چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

    سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې د ازبکانو د استازي په اړه هم نظرونه مختلف وو، چا ویل چې دوستم او یا د جنبش ګوند کوم بل لوړپوړی استازی به ګډون کوي او ځينو نورو بیا په دې اړه اختلاف درلود او د نورو کسانو د ګډون غوښتنه یې درلوده، چې بالاخره په دې غونډه کې د دوی ګډون هم ډېر کمرنګی و.

    سرچینه همداراز زیاتوي، هڅه دا وه چې دا ناسته متنوع وښودل شي، بېلابېل اړخونه ورته راټول شي، خو ځینو څهرو د غونډې د اجنډا او بېلابېلو نورو مواردو پرسر د شدیدو اختلافونو له امله لا له وړاندې دا غونډه تحریم کړه او د ځینو نورو څهرو او جهتونو د ګډون مخه په لوی لاس ونیول شوه، ځکه هر چا هڅه کوله چې په دې غونډه کې هم د ځان په نوم امتیاز ګیري وکړي او خپل ځان پکې مطرح اړخ وښيي.

    له همدې امله دا سرچینه زیاتوي، چې پر پراخو کمپاینونو او تبلیغاتو سربېره، دا ناسته د شدیدو ټکرونو، اختلافاتو، بې باوریو او د نورو د بهرنیو اړخونو د اغېزو، فرمایشونو او غوښتنو په سیوري کې ترسره شوه او کومه ملموسه پایله یې نه درلوده.

    مخکینۍ مقالهد کانونو او پټروليم وزارت وزير ازبکستاني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته هڅولي
    راتلونکي مقاله د بنګله‌دېش موقت حکومت له ایلن ماسک غوښتي چې په دغه هېواد کې د سټارلېنک انټرنېټ خدمات فعال کړي

    مربوطه لیکنې

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو خونړۍ سیالي؛ د سریع له وژنې وروسته څه روان دي؟

    28 دسمبر 2025

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.