نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې، ماریا کورینا ماچادو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خپله د سولې نوبل جایزه هغه ته ډالۍ کړه.

نوموړې په دې لیدنه کې د امریکا له‌خوا د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د تښتونې هرکلی کړی او په دې تړاو یې له ټرمپ څخه منننه هم کړې ده.

ماریا کورینا ماچادو، چې له کلونو راهیسې د مادورو د حکومت مخالفه پاتې شوې، هیله لرله چې د امریکا په ملاتړ به واک ته ورسېږي؛ خو ټرمپ د اپوزیسیون پر ځای د وینزویلا حاکم نظام له چارواکو سره تعامل ته لومړیتوب ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version