د وينزويلا ولسمشر مادورو د دغه هېواد په سواحلو کې د امریکایي بېړیو ځای‌ پرځای کېدو ته په غبرګون ویلي، چې د امریکې دا اقدام د وینزویلا د اشغال مانا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد څلور نیم میلیونه ځوانان یې د ده په خبره، د امریکایي اشغال پر وړاندې مقابلې ته چمتو دي.

امریکا پر مادورو تور پورې کړی، چې نوموړی د درغلۍ له لارې واک ته رسېدلی او د نشه‌یي توکو د یوه لوی بانډ مشري کوي.

ورته مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مارک روبيو ويلي، وينزويلا کې د ايران او روسيې نفوذ ورځ تر بلې ډېرېږي.

د یادونې ده، چې وینزویلا په جنوبي امریکا پروت هېواد دی، چې په دې وروستیو کې یې له متحده ایالتونو سره اړیکې خورا ترینګلي شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version