د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر، ملا حمیدالله اخندزاده د یوه پلاوي په مشرۍ نن (سه شنبه) عمان هېواد ته په سفر ولاړ.

له یاد وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، چې یاد پلاوی به د سفر پر مهال د عمان هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

ټاکل شوې دې سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پراختیا تر څنګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو کې پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version