Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د ټرمپ او زيلينسکي له شخړې وروسته اروپايي مشرانو د زيلينسکي په ملاتړ توند غبرګونونه ښودلي
    نړۍ

    د ټرمپ او زيلينسکي له شخړې وروسته اروپايي مشرانو د زيلينسکي په ملاتړ توند غبرګونونه ښودلي

    صابر افغانصابر افغان1 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شخړې وروسته، اروپایي مشرانو د واشنګټن په وړاندې د اوکراین کلک ملاتړ کړی او توند غبرګونونه یې ښودلي دي.

    په غبرګونونو کې د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې «اوروزلا فن در لاين» په خپله اېکس پاڼه د اوکراين ولسمشر زيلينسکي ته ليکلي: «ستا شرافت، د اوکرایني ولس زړورتیا ته درناوی کوي، پیاوړی، زړور، او بې‌باک اوسه، تاسو هیڅکله یوازې نه یاست، موږ به ستاسو ترڅنګ د عادلانه او تینګې سولې لپاره کار ته دوام ورکړو».

    دغه راز د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون، له ډونالډ ټرمپ سره د زیلینسکي له شخړې وروسته، د اوکراین ولسمشر سره ټيليفوني اړيکه نيولې او له هغه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

    له بل لوري بيا د جرمني د مسیحي دیموکرات ګوند مشر او راتلونکي احتمالي صدراعظم «فریدریش مرتس» ويلي، چې جرمني به په هر ډول سختو او اسانه شرايطو کې د اوکراین ترڅنګ پاتې شي، هغه زياته کړې «په دې وحشتناکه جګړه کې، هیڅکله باید یرغلګر او قرباني سره پرتله نه کړو».

    همدا راز د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې «کایا کالاس» ويلي، چې اوس وخت رارسېدلی چې آزادې نړۍ ته یو نوی مشر پیدا شي، هغې زیاته کړې «نن ورځ معلومه شوه، چې ازاده نړۍ نوي مشرتابه ته اړتیا لري، دا مسؤلیت اوس د اروپایي هېوادونو پر غاړه دی، او دا موږ اروپایان یو، چې باید دا چلنج ومنو».

    د يادونې وړ ده، چې پر دې سربېره ټاکل شوې سبا يکشنبه د اوکراين د ولسمشر ولاديمير زيلينسکي په ګډون د اروپايي ټولنې مشران د بريټانيا د صدراعظم کي‌ير سټارمر په کوربه توب په بريټانيا کې يو غونډه ترسره کړي.

    مخکینۍ مقالهاسرائیلي پوځ د سوریې په قنیطره کې له یوه پوځي مرکز څخه شاتګ کړی
    راتلونکي مقاله غور کې له سېلابونو څخه د منار جام تاريخي څلي د ژغورلو پروژه پيل شوه

    مربوطه لیکنې

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026

    د جرمني لويديځ کې د امريکا پوځ اړوند يوه F-16 جنګي الوتکه لوېدلې

    23 سپتمبر 2026

    ګرينلنډ کې د امريکا د پوځي اډو‌ جوړولو هوکړه لاسليک شوه

    23 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 24 سپتمبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢ مه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    24 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢ مه.#هندوکش‌غږ

    24 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    24 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.