Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د ټرمپ او زيلينسکي له شخړې وروسته اروپايي مشرانو د زيلينسکي په ملاتړ توند غبرګونونه ښودلي
    نړۍ

    د ټرمپ او زيلينسکي له شخړې وروسته اروپايي مشرانو د زيلينسکي په ملاتړ توند غبرګونونه ښودلي

    صابر افغانصابر افغان1 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شخړې وروسته، اروپایي مشرانو د واشنګټن په وړاندې د اوکراین کلک ملاتړ کړی او توند غبرګونونه یې ښودلي دي.

    په غبرګونونو کې د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې «اوروزلا فن در لاين» په خپله اېکس پاڼه د اوکراين ولسمشر زيلينسکي ته ليکلي: «ستا شرافت، د اوکرایني ولس زړورتیا ته درناوی کوي، پیاوړی، زړور، او بې‌باک اوسه، تاسو هیڅکله یوازې نه یاست، موږ به ستاسو ترڅنګ د عادلانه او تینګې سولې لپاره کار ته دوام ورکړو».

    دغه راز د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون، له ډونالډ ټرمپ سره د زیلینسکي له شخړې وروسته، د اوکراین ولسمشر سره ټيليفوني اړيکه نيولې او له هغه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

    له بل لوري بيا د جرمني د مسیحي دیموکرات ګوند مشر او راتلونکي احتمالي صدراعظم «فریدریش مرتس» ويلي، چې جرمني به په هر ډول سختو او اسانه شرايطو کې د اوکراین ترڅنګ پاتې شي، هغه زياته کړې «په دې وحشتناکه جګړه کې، هیڅکله باید یرغلګر او قرباني سره پرتله نه کړو».

    همدا راز د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې «کایا کالاس» ويلي، چې اوس وخت رارسېدلی چې آزادې نړۍ ته یو نوی مشر پیدا شي، هغې زیاته کړې «نن ورځ معلومه شوه، چې ازاده نړۍ نوي مشرتابه ته اړتیا لري، دا مسؤلیت اوس د اروپایي هېوادونو پر غاړه دی، او دا موږ اروپایان یو، چې باید دا چلنج ومنو».

    د يادونې وړ ده، چې پر دې سربېره ټاکل شوې سبا يکشنبه د اوکراين د ولسمشر ولاديمير زيلينسکي په ګډون د اروپايي ټولنې مشران د بريټانيا د صدراعظم کي‌ير سټارمر په کوربه توب په بريټانيا کې يو غونډه ترسره کړي.

    مخکینۍ مقالهاسرائیلي پوځ د سوریې په قنیطره کې له یوه پوځي مرکز څخه شاتګ کړی
    راتلونکي مقاله غور کې له سېلابونو څخه د منار جام تاريخي څلي د ژغورلو پروژه پيل شوه

    مربوطه لیکنې

    امریکا پر اوکراین د ۱۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلور تصویب کړ

    7 فبروري 2026

    لوړپوړی روسي جنرال ولاديمير الکسييف خپل کور کې په ډزو ټپي شوی

    6 فبروري 2026

    فرانسې چین ته د جاسوسۍ په تور څلور تنه نیولي

    6 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 8 فبروري 2026

    د اقتصادي ځان‌ بساینې مفهوم چا په واقعیت بدل کړ؟

    لیکوال: عبدالله عابد په دې وروستیو کې د امرالله صالح اړوند «زرغون بهیر» ادعا کړې،…

    د ریاض او دمشق ترمنځ بېلابېلو برخو کې پنځه ستراتژیک تړونونه لاسلیک شول

    8 فبروري 2026

    د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پلاوی اندونیزیا ته په سفر ولاړ

    7 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصادي ځان‌ بساینې مفهوم چا په واقعیت بدل کړ؟

    8 فبروري 2026

    د ریاض او دمشق ترمنځ بېلابېلو برخو کې پنځه ستراتژیک تړونونه لاسلیک شول

    8 فبروري 2026

    د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پلاوی اندونیزیا ته په سفر ولاړ

    7 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.