رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرايوي فرمان په لاسلیک کولو سره اعلان کړی، چې که پر قطر وسله‌وال برید وشي، واشنګټن به هغه د امریکا پر امنیت برید وګڼي او د اړتیا په صورت کې به د قطر د دفاع لپاره پوځي ګامونه پورته کړي.

د ټرمپ له لوري د قطر د دفاع په اړه دا فرمان چې د دوشنبې په ورځ لاسليک شوی پکې ويل شوي، «که پر قطر برید وشي، امریکا باید خپل ټول قانوني او مناسب اقدامات چې ډیپلوماتیک، اقتصادي او که اړین وي پوځي ګامونه هم پکې شامل دي، د امریکا او قطر دولت د ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کړي.»

له بل لوري بيا د قطر بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پرېکړه ستایلې او هغه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم ګام بللی.

دغه فرمان درې اوونۍ وروسته له هغه صادر شو، چې اسرائیلو په دوحه هوايي بریدونه وکړل او د قطر دولت سره د خپلې دفاعي کمزورۍ په اړه جدي اندیښنې پيدا شوې.

قطر چې، منځني ختیځ کې د امریکا د تر ټولو لویې پوځي هډې کوربه دی او امریکا یې د خپل امنیت ساتنې اساسي تضمینوونکې بلله، بيا هم د اسرائيلو له بريد ونه ژغورل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version