د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د پانګونې بین ‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګازو د ۵۰مېګاواټه، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه، په کابل ولایت کې له جامدو کثافاتو او په سمنګان ولایت کې د لسګونو مېګاواټه بادي برېښنا د تولید پر طرحو بحث شوی.

خبرپاڼه زياتوي چې په غونډه کې همداراز د کرنیز کمپلکس او په غزني ولایت کې د پنځه زره ټنه ظرفیت په درلودو سره د يوې سړې خونې د جوړولو پر طرحو هم خبرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version