Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د پاکستاني جنرالانو د واک لوبې او د ملت ناپایه درد
    تبصرې

    د پاکستاني جنرالانو د واک لوبې او د ملت ناپایه درد

    صابر افغانصابر افغان26 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان د پوځي جنرالانو تاریخ له داسې تورو کارنامو څخه ډک دی چې د ولس د هیلو رڼا یې تل د خپلو ستراتیژیکو تېروتنو په تیارو کې ورکه کړې ده. دا د قدرت هغه مرکز دی چې د دولت رګونه یې د تېرې نیمې پیړۍ په اوږدو کې په خپلو ګوتو کې ټینګ ساتلي دي، نه د قانون درناوی ورته مهم دی، نه د ولس واک او نه د انساني ژوند حرمت. دغه جنرالان د سیاست په میدان کې داسې ګرځېدل او ګرځي لکه ټول هېواد چې د دوی شخصي ملکیت وي او په همدې ظالمانه انګېزه یې هر حکومت، هر ګوند او هر ولسي حرکت د خپل واک لپاره قرباني کړ.

    د دوی د واکمنۍ تر ټولو تریخ اړخ هغه چلند و چې له عوامو سره یې د امنیت په نوم وکړ. قبایلي سیمې، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د اوږدو کلونو لپاره د پوځي عملیاتو لابراتوارونه شول؛ د شک پر ځای ثبوت نه و، خو د خبرو پر ځای زور غالب و. کورونه خالي او ړنګ کړای شول، کورنۍ بې سرپرسته شوې، خلک بې ځایه او سیمه په دایمي درد واوښته. دا هغه برخه ده چې تاریخ به یې تر هیڅ توجیه لاندې و نه بښي، ځکه د یوې سیمې ټول نسل په وېره او بې باورۍ کې وساتل شو.

    تر ټولو تراژیدي اړخ بیا د ورکو شویو کسانو قضیه ده، هغه ناتمامې کیسې چې هره ورځ د زرګونو کورنیو د فریاد برخه دي. خلک بې محاکمې، بې ثبوته او بې توضیح لادرکه شول، داسې چې نه یې دولت غږ اوري او نه عدالت. دا خاموش درد د پاکستان د تاریخ په منځ کې داسې دی لکه یو زخمي روح چې هېڅکله د ارام تمه نه لري. میندې د خپلو زامنو په طمعه ناستې دي او خپل رب ته فریاد کوي، ماشومان د پلرونو انتظار کوي، خو د قانون هغه دروازه چې باید د خلکو لپاره خلاصه وي، د دوی پر مخ تړل شوې ده.

    د دغو جنرالانو سیاست یواځې د ولس پر کورونو غم نه دی ور اړولی، بلکې د دین په معاملاتو کې یې هم د مداخلې اوږد سیوری غوړولی دی. دین خوښوونکي یې د ریاست دښمنان ګرځولي او د هغوی خلاف هر عمل ورته د توجیه وړ او جائز ښکاري.

    په همدې اړه د تازه بیلګې په توګه که د تحریک لبیک نومي جماعت سره چلند ته وګورو، نو خبره واضح کېږي چې دوی څومره د دین دښمنان دي، دوی دغه جماعت په دې جرم وځاپه چې د لبیک یا رسول الله نعره یې پورته کوله، د اسلامي نظام غوښتونکي وو، د اسلامي شعایرو توهین کوونکو ته د سزاګانو غوښتونکي وو او د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره یې د یووالي لپاره غونډې او لاریونونه ترسره کول. د دوی لسګونه کسان یې په خورا بې رحمۍ سره ووژل، سلګونه یې بندیان کړل او مشران یې لا هم ترې تم دي.

    د سیمې په سیاست کې هم د دوی لاسوهنې د اوږدو شخړو، پراکسي جګړو او پرله پسې کړکېچونو سرچینه ګرځېدلې. د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې مداخله داسې یوه تېروتنه وه چې د نورو تر څنګ یې پاکستان ته هم درانه تاوانونه واړول. اقتصاد، تعلیم، امنیت او ولسي هوساینه د هغو پالیسو قرباني شوه چې نه یې اوږد مهاله ګټه لرله او نه یې ملي ثبات برابرولی شو.

    په دې ټولو کیسو کې تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې د دې هر څه تر شا د یو څو کسانو شخصي غوښتنې، اقتصادي ګټې، سیاسي تسلط او د واک لیوالتیا ولاړه وه/ده. یو داسې رژیم چې تل یې د وینې تویولو لپاره بهانه لټولې، د بې ګناه خلکو په وژلو کې یې خپل مفادات لټولي. د تحریک لبیک له ځپلو نیولې تر ورکو شویو کسانو، قبایلي عملیاتو، سیاسي کودتاوو او سیمه‌ ییزو مداخلو پورې، دا ټول د یوې داسې لارې نښې دي چې دغه هېواد یې له پرمختګ لرې وساته.

    د تاریخ د قضاوت زور تل روښانه وي. هغه نظامونه چې د ولس د دردونو پروا و نه لري، اوږد عمر نه لري او په خپله د خپلو بنسټونو د نړېدو سبب ګرځي. د پاکستاني جنرالانو د ظلمونو دا اوږد باب ممکن د یو ملت د زخمونو د کیسې په څېر وي، خو په تاریخ کې هغه فصل دی چې د هیڅ پردې تر شا نه شي پټېدلی.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر مرکز برید شوی
    راتلونکي مقاله د ایران د خراسان رضوي ولایت والي د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ته سفر کړی

    مربوطه لیکنې

    پاکستانی پوځ او استخبارات، عملیاتي ناکامي د پروپاګند تر سیوري لاندې پټوي

    26 نوومبر 2025

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    25 نوومبر 2025

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    25 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.