هندوکشغږ ته امنیتي سرچینو تائيد کړې ده، چې افغان ځواکونو نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې له ډرونونو په استفادې د کویټې قول اردو بمبارد کړه.
د معلوماتو له مخې دې برید کې د پاکستاني رژیم ګڼ شمېر عسکر هلاک شوي دي.
هیره دې نه وي، چې دا برید پر افغان خاوره د پاکستاني رژیم د تېرې شپې بریدونو ته په غبرګون کې ترسره شوی.
