امنیتي سرچینو ویلي، افغان ځواکونو د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې د «ردالظلم» غچ‌اخیستونکو عملیاتو په لړ کې د خیبر پښتونخوا د مهمند ایجنسۍ پر خویزو پوځي کمپ او غلني پوځي قرارګاه د بې‌پيلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کړي.

د معلوماتو له‌مخې، له دغو پوځي سیمو پاکستاني ملېشو د ننګرهار پر مختلفو سیمو د درنو وسلو بریدونه کول او عامو وګړو ته یې ځاني او مالي تلفات اړول.

ځینو سرچینو دا هم ویلي، چې د دغو بریدونو له امله د یادو کمپونو عملیاتي ظرفیت په بشپړه توګه له منځه تللی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version