د پاکستان پوځ منلې چې نن (دوشنبه) د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې له وسله‌والو سره په نښته کې یې څلور عسکر هلاک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې نښته کې هلاک شوي عسکر «فرزاد علی»، «بابر علی»، «بنیامین» او «ابوبکر نومېږي.

په ورته مهال سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې پر پاکستاني عسکرو برید بلوڅ ازادي‌غوښتونکو کړی او په نښته کې د پاکستاني پوځ د تلفاتو شمېر تر اعلان شوې شمېرې څو چنده لوړ دی.

د یادونې ده، چې بلوچستان کې په وروستیو میاشتو کې پر پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو د بلوڅ ازادي غوښتونکو بریدونه زیات شوي او د دغه ایالت مهمې سیمې د پاکستاني رژیم له کنټروله وتلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version