د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ پیپل بازار کې د پاکستان پوځي رژیم د پولیسو یو افسر ژوندی نیولی.

سرچینې هندوکش‌غږ ته ویلي، چې نیول شوی افسر، عابد الله خان ولد ګل خان نومېږي.

سرچینې زیاتوي چې پاکستاني طالبانو له یاد کس څخه یو میل توپنګچه، یو عراده موټر او یوه اندازه نقدې پیسې هم ترلاسه کړې دي.

د پاکستان پوځي رژیم ځایي امنیتي ادارو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په درګۍ سیمه کې هم د پاکستاني پوځي رژیم شاوخوا ۲۰ عسکر هلا او ټپیان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version