د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیز ادرس، عمر میډیا خبر ورکړی، چې د دغه غورځنګ ځواکونو تېره ورځ (دوشنبه) په ۱۱ جلا-جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي دي.

د خبر له مخې، بریدونه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، بنو، ټانک، باجوړ، لکي‌مروت او خیبر ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغو بریدونو کې د پوځي رژیم درې موټر، یوه پوځي لارۍ، یو زغره‌وال ټانک ویجاړ شوی او په خوراکي توکو بار یو بل موټر د پاکستاني طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیز ادرس له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پر پاکستاني عسکرو ترسره شویو بریدونو کې، تعارضي، کمیني، لیزري او توغندیز بریدونه شامل دي، چې پر مهال یې د پاکستاني رژیم څو امنیتي کمرې هم ویجاړې شوې دي.

له بلې خوا د پاکستان پوځي رژیم د تېر په څېر د پاکستاني طالبانو دې تازه عملیاتو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version