یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
پاکستاني پوځ له خپل پيدايښت څخه تر ننه د خپل ولس ځپلو، وحشت او ظلمونو اوږد تاريخ لري؛ پاکستاني پوځ په ځانګړې توګه د پښتنو، بلوڅانو او بنګاليانو پر وړاندې له ظالمانه کړنو او بې رحمه وحشتونو څخه کار اخيستی؛ چې موخه يې د خپل ولس پر حقونو تېری او د هغوی مشروع غوښتنو ته په تاوتریخوالي ځواب ويل دي.
د بنګال له جلا کېدو څخه نيولې، تر بلوڅ بيلتون پالو او په پښتني سيمو کې د پښتنو او پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو وحشيانه بريدونه؛ ټول د پاکستاني پوځ د اوږدمهاله ظلمونو يو تسلسل دی؛ همدا لړۍ نن هم روانه ده.
پرون د اکتوبر پر ۲مه په خېبر جمرود کې د پښتون قامي عدالت د ميدان پر منتظيمينو بريد يو ځل بيا دا ښکاره کړه چې د پاکستاني پوځ له خوا د پښتنو ځپل يو پای نه موندونکی وحشيانه تسلسل دی.
د اکتوبر دوهمه نېټه د پاکستاني پوځ د وحشت او ظلم په اوږد تاريخ کې يو نوی پړاو دی، چې د پاکستاني پښتنو د ځورول شوې او مظلومې ټولنې پر وړاندې د دوی بې رحمانه چلند ته اشاره کوي.
پاکستانی پوځ د خپل وحشي او جابر چلند په اوږدو کې تل پښتانه په ډېره بې رحمه توګه ربړولي، وژلي او ورک کړي دي.د قبایلي سيمو او خېبر پښتونخوا د خلکو پر وړاندې پوځي عملياتو کې يې په زرګونو بې ګناه مسلمانان وژلي، کلي او کورونه يې وران کړي، او د خلکو ژوند يې د يوې نه ختمېدونکې جګړې ښکار کړي دي.
د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر نوم لاندې د پښتنو سيمې بمبار شوې؛ چې په زرګونو بې ګناه ماشومان، ښځې او سپين ږيري يې په مرميو او بمونو قتل عام کړي؛ پښتانه د دې نه ختمېدونکو ظلمونو په وړاندې لا هم د خپلې بقا او عزت لپاره مبارزه کوي.
د پاکستان د رامنځته کېدو يو کال وروسته ۱۹۴۸ ميلادي کال د اګست پر دوولسمه، په پاکستان کې مېشتو پښتنو د خپلو حقوقو غوښتلو لپاره لاريون وکړ؛ په دې لاریون کې نږدې ۲۰۰۰ دوه زره کسانو ګډون کړی وو چې د پاکستاني پوځ له خوا د يوه مخه ټول په بې رحمانه توګه و وژل شول؛ دا ورځ د بابړې کربلا په نوم پېژندل کېږي او د پښتنو د تاريخ ترټولو توره ورځ ده.
دغه وحشيانه پېښه پښتنو ته د يوه نه ختمېدونکې زخم په توګه پاتې شوه؛ چې هره ورځ د دوی په زړونو کې د مبارزې شعله تازه کوي، او تر ننه پورې د خپلو حقونو لپاره د يوه نه ستړي کېدونکي عزم او ارادې په توګه د دوی په وينو کې جریان لري.
پاکستاني پوځ له ډېرو کلونو راهیسې په بلوچستان کې له بلوڅو بيلتون پالو او عام ولس سره هم په وحشيانه توګه چلند کوي؛ بلوڅان چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، د پاکستاني پوځ لخوا د وحشي کړنو ښکار شوي دي؛ پوځ په سيمه کې د بلوڅو غوښتنو ته د ځواب په توګه پرلتونه په زور سره ختم کړي، زرګونه کسان يې نيولي، شکنجه کړي او بې درکه کړي دي.
په بلوچستان کې پوځ د بشري حقونو له ټولو اصولو څخه سرغړونه کړې او ولس يې په ويره او وحشت کې ساتلی دی؛ سره له دې ټولو ظلمونو، بلوڅان لا هم په زړورتيا او کلک هوډ د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي؛ د پاکستاني پوځ هره وحشيانه هڅه د هغوی د آزادۍ ارمان لا نور پياوړی کوي.
د بلوڅانو د ځپلو لپاره پوځ په منظمه توګه د جبري تري تم کېدو او وژنو له وحشيانه تاکتيکونو څخه کار اخلي؛ د خلکو کورونه په بې رحمانه توګه نړول کېږي او د بلوڅانو سياسي مشران په هدفي وژنو کې له منځه وړل کېږي؛ د دې ظلمونو ترڅنګ بلوڅان د خپلو طبيعي زېرمو د لوټلو، د سيمې د بې برخې کېدو او د پوځ د ظلمونو په وړاندې کلک ولاړ دي.
په ۱۹۷۱م کال کې چې بنګاليانو د خپلو حقوقو او عدل غوښتنه کوله هم د پاکستاني پوځ لخوا د يوه زړه بوږنوونکې او درنده غبرګون سره مخ شول؛ د دې پېښې په ترڅ کې، پاکستاني پوځ په بنګال کې لکونه بې ګناه بنګاليان قتل عام او له بنګالي ښځو سره يې جبري زناوې وکړې؛ په لکونو بنګاليان په دغه وحشتناک ظلم کې شهيدان شول، او د زرګونو بنګالي ښځو سره د پاکستاني پوځ لخوا وحشيانه جنسي تيری وشو.
د ۱۹۷۱م کال دا ظلمونه په نړیواله کچه پاکستان د يو وحشي او جابر پوځ په توګه معرفي کړ؛ چې نه يوازې خپل ولس ځوروي، بلکې د دوی انساني حقونه په ډېرې بې رحمۍ سره تر پښو لاندې کوي.
دا ظلمونه په پای کې د ختيځ پاکستان د جلا کېدو لامل شول او نړۍ ته يې د پاکستاني پوځ اصلي څېره ښکاره کړه؛ د دې پېښې پايله د پاکستان لپاره نه هېریدونکی شرم پاتې دی او تر ننه پورې د دغو وحشتونو له سيوري څخه وتلی نه دي.
پاکستاني پوځ او آی ایس آی په خپل دوه مخي سياست کې د غربي ګټو د خونديتوب په خاطر نه يوازې د خپل ولس په وړاندې ظلمونه کوي؛ بلکې همسايه هېوادونو ته هم د مشکلاتو او تنګښتونو لامل ګرځي.
د دې مکار سياست له مخې پاکستان په پرلپسې توګه د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د ګاونډيو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي؛ چې له امله يې سيمه د بې ثباتۍ او ناامني په ککړه سرګرمي کې ښکيل کړې.
د پاکستان د دوه مخي سياست او ظلمونو له امله د سیمې هېوادونه د پاکستاني پوځ او آی ایس آی د منفي اثراتو لاندې راځي؛ په دې توګه د پاکستان دغه فريبکاره سياست نه يوازې په نړيوالې کچې د ستراتیژیکو لوبو لامل ګرځي، بلکې د سيمې د امنيت او ثبات لپاره هم يو ستر ګواښ ګڼل کېږي.
پايله:
د پاکستاني پوځ اوږدمهاله ظلمونه او وحشي کړنې نه یوازې د خپل ولس په وړاندې د دوی د بې رحمانه چلند یو څرګند مثال دی، بلکې د سیمې د بې ثباتۍ او ناامنۍ اصلي لامل هم ګرځېدلي دي؛ په خيبر جمرود کې د پښتنو په وړاندي د پرون پېښه(۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲مه) د پاکستاني نظاميانو د روانو ظلمونو تازه مثال دی.
له بلوڅانو نیولې، تر بنګاليانو او پښتنو پورې؛ ټول د دوی د وحشت او ځپلو ښکار شوي دي؛ د پاکستاني پوځ له دغو کړنو څخه نه یوازې پښتانه، بلکې ټوله سیمه اغېزمنه شوې ده.
د دې نظامي وحشتونو پایله د یو ملت پر وړاندې د نفرت او د خپل حق لپاره د مبارزې یوه ژوره اراده رامنځته کړې ده؛ چې تل به د پاکستاني پوځ پر وړاندې په مېړانه او قوي عزم ولاړ وي.