پاکستان چې د افغانستان ګاونډی هېواد دی، نن سبا له سیاسي ګډوډۍ او داخلي نظام د پرځېدو له حالت سره مخ دی، ځکه خو په هر ممکنه اقدام لاس پورې کوي ترڅو بېرته خپل له لاسه ورکړی دریځ ترلاسه او په ولس کې خپل زیانمن شوی حیثیت را ژوندی کړي.

کله له هند سره شخړې کوي او خپل ځواک ښيي، کله د خپلې وسلې شپیلۍ د افغانستان په لوري نیسي او ننداره جوړوي؛ دا ټولې بې ځایه هڅې دي چې د دې هېواد کورنی ناورین یې لا پیاوړی او د دولت توان یې نور هم کمزوری کړی دی.

دې پېښو ته هغه وخت لا ډېر د رسنیو پام ور واوښت چې پاکستان خپلې اړیکې له افغانستان سره ترینګلې کړې، یرغلګر هوايي برید یې وکړ او ملکي سیمې یې په نښه کړې.

د روان کال د اکټوبر پر نهمه د پاکستان بزدلانه برید پیل شو. ورپسې د افغانستان غیورو او هېوادپالو ځواکونو چټک ځوابونه ورکړل او درې پړاوه بې پایلې خبرې – اتري هم د پاکستاني پلاوي په ښکاره ماتې سره پای ته ورسېدې.

په دې حالت کې تر ټولو د پام وړ ټکی د هغو تښتېدلو مخالفینو منفي رول دی چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي، پر افغانستان د شویو بریدونو دفاع کوي او د پاکستان له لوري د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله سترګې پټوي. دا هماغه بدرنګې څېرې دي چې یو وخت په دې خاوره کې د خلکو پر اوږو سپاره وو او د هغوی وینې یې زبېښلې؛ نن هم د دښمن په تله کې ناست دي او د خپل ملت په ضد یې لاس ورسره یو کړی.

د پاکستان په تړاو د افغانستان د حکومت دریځ روښانه دی، هر کله چې پاکستان د خبرو – اترو او متقابل تعامل لاره پرېږدي او یوازې د زور، برید او وسلې ژبه وکاروي، ځواب به هماغه وي چې ویې لید، بیه به یې هم د خپلو سرتېرو په وینو پرې کوي.

په دې سیمه‌‌ییزو بدلونونو کې پاکستان تر بل هر هېواد ډېر زیان ویني، بل لوري ته د افغانستان لپاره دا زمینه برابرېږي چې له نورو او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او اړیکو لارې چارې هواري کړي.

د اوسني حکومت له لوري له پاکستان سره د سوداګرۍ په کچه کې لوی کموالی او له سوداګرو څخه، د پاکستاني شرکتونو سره د حسابونو د تصفیې غوښتنه، د پریکړې او عملي اقدام څرګندې بیلګې دي چې افغانستان د پاکستان په وړاندې تر لاس لاندې نیولي دي.

له دې وضعیت سره سره، تښتېدلو مخالفینو او هېواد پلورونکو ډلو ځانونه د پاکستان په غېږه کې اچولي، د هغه هېواد د توند او تېز دریځ او یرغلګرانه تګلارې په ملاتړ سره دا فاجعه نوره هم ژوره او ځان رسوا کوي.

دا هېواد پلورونکې ډله نه اوس او نه پخوا د خپل ملت ترڅنګ ولاړه وه؛ دوی هېڅکله د افغانستان د خلکو خیر نه دی غوښتی، بلکې تل یې د تضاد او دښمنۍ لارې نیولې، دښمن ته یې لاس ورکړی او د هغوی په ننګین دسترخوان یې ځانونه ماړه کړي.

هغه څه چې پاکستان یې د افغانستان په اړه په ذهن کې ګرځوي، د اقتصادي او سیاسي فشارونو زیاتول او د کډوالو د ایستلو شدت دی، ترڅو د افغانستان په حکومتي جوړښت کې درز رامنځته کړي. د پاکستان مسؤل او نفوذ لرونکي ارګانونه یا ځینې اغېزمنې کړۍ او د خپلو ګټو پالونکې ډلې داسې انګیري چې ګواکې دا اقدامات به د افغانستان د حاکمیت په بدلون کې رول ولري او ژر یا پس به حالت ګډوډ او وننګوي.

خو دا هر چاته روښانه ده چې نن افغانستان تر بل هر وخت پیاوړی، باعزته او خپلواک دی، هېڅ ځواک نشي کولی د دې هېواد استقلال وګواښي یا یې آزادي بیرته ترې واخلي.

د پاکستان په اوسني ګډوډ حالت کې، د دې په ځای چې دا مخالفین د خپل ملت ترڅنګ ودریږي او د اختلافاتو په ځای د پاکستان په وړاندې ورسره یو موټی شي، په ښکاره توګه د دښمن تر څنګ ولاړ دي او د خپل ملت سترګو ته خاورې ور شیندي.

که وضعیت لږ له داخل څخه وڅېړو، پاکستان او دا مخالفین دواړه د افغانستان د واکمنۍ په تړاو، د اروپا د ځینو هېوادونو پر بې‌ثباته، غیر مستقیم او ځینې وخت مکارانه ملاتړ زړونه تړي، فکر کوي چې افغانستان به یو ځل بیا د جګړې پخواني حالت ته وګرځي، خو دا یو ړوند فکر دی؛ د جګړې تور باب په افغانستان کې تړل شوی، هر څوک چې دا هیله لري، په دې باید وپوهېږي چې په جعلي سکه قمار وهي او لوبه یې بایللې ده.

افغانستان د کلونو قربانیو او د خپلو شهیدانو په وینو ملي استقلال بېرته ترلاسه کړی، نور به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د دې خاورې د حریم حرمت مات کړي. خو چیرته دي داسې اورېدونکي غوږونه او پوهه چې دا حقیقت درک کړي او له بې‌ ځایه جنجال او بزدلانه دسیسو څخه لاس په سر شي؟

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version