Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني
    سیاسي لیکني

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    عمران آغاعمران آغا12 اکتوبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د هېواد په دوو بېلابېلو سیمو کې داسې پېښې وشوې چې د ټولنې ارامه فضاء یې څو ورځې له ترینګلتیا او نښتو سره مخ کړه، د خلکو ذهنونه یې پرېشان کړل. په مقابل لوري کې د دې ناارامۍ رامنځته کوونکي او تر دې مهمه دا چې د داسې پېښو اصلي مسبب او عاملین څوک دي؟

    د بدخشان، شمال او غرنیو سیمو له پېښو چې تېر شو، نورستان او شاوخوا سیمو ته رسېږو چې له وسله والو سره د نښتو ډګر وګرځېد. دا کسان له غرونو او د کرښې له هغې غاړې راکوز شوي او د هېواد د ملي امنیت پر ضد درېدلي وو. دا یوه ناپوهه او تورنه ډله وه چې په یوه پټه لوبه، پټ چل او یوه تجربه شوې کنده کې راګیر شوي وو.

    په حقیقت کې، دا د یوه داسې هېواد د کینې او حسد نښې له ځان سره لري چې تل یې افغانستان ته له بره څخه ټیټ کتلي، همېشه یې داسې انګېرلې چې افغانستان ورته محتاج او اړمن دی او د هغه له مرستې او اړیکو پرته نه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي او خپل ثبات وساتي.

    په افغانستان کې د ولسي واکمنۍ له رامنځته کېدو، د رښتینې او بشپړې خپلواکۍ او آزادۍ له ترلاسه کولو سره، د دې شوم هېواد ټولې نقشې له خاورو سره خاورې شوې. د افغانستان د محتاج او اړمن انځور په اړه یې تصور او باور بدل شو او دې یقین ته ورسېد چې اوس افغانستان چمتو نه دی په هره بیه له خپلو ګټو تېر شي او د هغوی غوښتنو ته غاړه کېږدي.

    همدې ګڼو لاملونو د پاکستان مشران دې ته وهڅول چې له یوې خوا د افغانستان پر وړاندې خپله ناپاکه اراده څرګنده کړي او د افغانستان د شاته تګ لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي؛ بل لوري ته له هغو ناکامو او زړو مهرو ګټه واخلي چې د افغانستان په تېر اشغالي حکومت کې یې د دې هېواد په سیاسي او اقتصادي برخو کې رول درلود، خو د واکمنۍ له بدلون سره له صحنې وایستل شول، اوس بې‌ پناه او بې‌ ملاتړه په پردېسۍ کې سرګردانه دي.

    د دې وسله‌ والو، خو نابلدو او غولول شویو کسانو شتون د دوو مکارو لوریو د همکارۍ او لاس یو کولو کیسه کوي: یو لوری د خپلو دی او بل یې له ګاونډیانو؛ دا دواړه لوري د رغونې او پرمختګ له ډګر څخه د افغانستان د شاته تمبولو لپاره له هېڅ هڅې او کوښښ څخه ډډه نه کوي.

    د نورستان پېښې د هغه شومې ژمنې او ناکام تړون نیمګړی روایت دی چې په لومړي پړاو کې شنډ شو او تر بریا ترلاسه کولو وړاندې د امنیتي او سرحدي ځواکونو د ځواکمن سیلاب پر وړاندې له منځه ولاړ.

    د جګړې په ډګر کې د حاضرو عاملینو له ماتې خوړلو سره، د قضیې په بل اړخ کې د ښکېلو لوریو ترمنځ بدګوماني او اختلافات رامنځته شول. هر لوري د ماتې پړه د بل پر غاړه واچوله او هېڅ یوه یې د ماتې پایله ونه منله.

    په دې منځ کې باید هېر نه کړو چې د افغانستان د ځواکمنو او ژمنو چارواکو هوښیاري، بیداري او پوهاوی دی چې هر ناسم او اشتباه عمل ته ځپونکی ځواب ورکوي، د هر چا، لوري او جهت له هر ګواښ سره په پرېکنده ډول مقابله کوي، پیاوړی ځواب ورکوي، هېڅ ډول تېري او یرغل ته اجازه نه ورکوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن دوشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026

    د نورستان جګړه؛ چا ګټه وکړه او راتلونکی به یې څنګه وي؟

    6 اکتوبر 2026

    نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه

    5 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 12 اکتوبر 2026

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    په دې وروستیو کې د هېواد په دوو بېلابېلو سیمو کې داسې پېښې وشوې چې…

    د نن دوشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    12 اکتوبر 2026

    د اقتصاد وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    11 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    12 اکتوبر 2026

    د اقتصاد وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    11 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.