د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې پاکستان که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوي، خو په خپله په کور دننه له جدي ننګونو سره مخ دی.
نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، چې له هند او افغانستان سره د اړیکو ترینګلتیا د سوداګرۍ پر لارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت له امله نه یوازې اقتصادي ستونزې ډېرې شوي، بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم له پاکستانه ناخوښ دي او پانګونه یې کمه کړې ده.
فضل الرحمن زیاته کړې، چې د بیو لوړوالي پر ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او ډېر زر به بېرته پیل شي.


