د وحدت ګوند مشر او د مقاومت عالي شورا غړی، محمد محقق وايي چې پاکستان یو پیاوړی هیواد دی او هغه کسان چې له دې هیواد سره سرحدي اختلافات لري، باید د خپل ځواک کچه په پام کې ونیسي.
نوموړي همداراز ویلي چې دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه پېژني.
نوموړي تر دې وړاندې هم، د پاکستان پوځي رژيم چارواکي په تېره عاصم منير خپل ګران ورور بللی و او د هغه ستاینه یې کړې وه.
پاکستاني رژيم سره د مقاومت جبهې د مشرانو او غړو د خواخوږۍ او تمايل اظهار دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې هم د مخالفو جبهو او ډلو ټپلو ګڼ شمېر مشرانو له پاکستانه ښکاره د مرستې غوښتنې کړي او له پاکستاني رژيم یې د پروژو اخيستلو کوښښونه کړي.


