د تش په نوم آزادۍ جبهې د سیاسي کمیټې مشر داوود ناجي د پاکستاني پوځي رژیم روایت ته د تبلیغ په موخه، په ترکیه کې د مذاکراتو د بېپایلې کېدو په بهانه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان خلک د ټيټيپي د ساتنې لپاره قرباني کېږي.
لومړی په قطر او بیا ترکیه کې د پاکستان – افغانستان درې پړاوه مذاکرت، د پاکستاني پوځي رژیم له خوا پر افغانستان له تېريګرو بریدونو وروسته د پاکستان په غوښتنه هغه وخت ترسره شوه، چې دغه رژیم د جګړې په ډګر کې سخته ماتې وخوړل، له همدې کبله د مذاکراتو محور پر ډیورنډ کرښه د نښتو مخنیوی، امنیتي اندیښنې شریکول او اقتصادي همکارۍ ډېرول وو.
له پاکستانه د ټيټيپي ایستل او افغانستان ته ستنول د پاکستاني لوري هغه غیر منطقي غوښتنه وه، چې مذاکرات یې له بنبست سره مخ کړه، ځکه ټيټيپي د پاکستان دننه جګړه کوي او پاکستان یې پخپله د هر څه مسؤل دی، خو د دې لپاره چې د کورني بحران پړه پر ګاونډي هېواد واچوي، ټيټيپي افغانستان ته منسوبوي؛ د افغان ملت مخالفین هم ورته روایت بدرګه کوي او غواړي د افغانستان په ارضي تمامیت د افغان ملت ننګه کمرنګه وښيي، د پاکستان ژرندې ته اوبه ورکړي او طرف یې ونیسي.
