د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسياب خټک وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو او دغه هېواد کې د اسلامي امارت واک ته د رسېدو سره پاکستان خپل ستراتيژيک اهميت بايللی او اوس د افغان حکومت له مخالفو ډلو ټپلو سره په ناستو او جوړ جاړي هڅه کوي، خپل اهميت وساتي.
خټک ويلي «له هغه وخته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي، د پاکستان ستراتیژیک اهمیت له منځه تللی او دغه هېواد غواړي، چې خپل اهمیت وساتي».
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتو(آی اېس آی) غړو او د پرځېدلي جمهوريت او مخالفو ډلو د ځينو مشرانو تر منځ د ترکیې په استانبول کې ناسته ترسره شوې او د شنونکو په وينا پاکستان غواړي د دوی په وسيله خپلې ګټې وپالي.