شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی.د ښاغلي قانع په خبره، په دغه پلاوي کې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم شامل دی.ښاغلي قانع زیاته کړې، چې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري د دغه پاکستاني پلاوي هرکلي لپاره هوایي ډګر ته ورغلی دی.
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي26 جنوري 2026