د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ شنبه ٢٨ افغان کډوال، چې په پاکستان کې بندیان وو، له بنده ازاد او هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت دکندهار د سپین‌بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ویلي، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او تر ۵ ورځو پورې بنديان وو.

دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version