انټرفاکس اژانس ویلي، د روسیې لویې څارنوالۍ له سترې محکمې غوښتنه کړې چې پر طالبانو د بندیز لغوه کولو موضوع وڅېړي، محکمې هم دا عریضه د څېړنې لپاره منلې او د اپرېل پر ۱۷مه به بحث پرې وکړي.

له دې غوښتنې سره هم مهاله بهر مېشتو ډلو، ټپلو او مخالفینو د سرپرست حکومت، روسیې، امریکا او ایران د اړیکو موضوع د خپلو لیکنو سرټکی ګرځولې وه.

په تېره میلادي میاشت کې یو لوړ پوړي امریکایي پلاوي هم افغانستان ته سفر کړی و، چې زلمی خلیلزاد او د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی هم ورسره و، د ښه نیت او اړیکو د پیاوړتیا په موخه یو امریکایي بندي هم ور خوشي کړای شو، سمدستي څو ورځې وروسته د سراج الدین حقاني په شمول د سرپرست حکومت د رهبري د څو غړو پر سر اعلان شوي انعامونه لغوه شول.

بل خوا بیا د ایران – طالبانو پر پخوانیو او اوسنیو اړیکو تبصرې روانې دي؛ د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پیغامونو انتقال په دې وروستیو کې ډیر شوی، له همدې امله پخواني چارواکي امریکا ته داسې سیګنالونه ورکوي، چې ګواکې په سیمه کې د ایران نږدې همکار افغانستان دی، چې له ایران سره یو ځای د امریکا ګټې ګواښي، نو له همدې کبله باید له سرپرست حکومت سره هم اړیکې له منځه لاړې شي.

په داسې حال کې چې سرپرست حکومت پر افغانستان د خپل حاکمیت له پیله د متوازن سیاست پلوي کړې ده، خپلې ټولې اړیکې د متوازنې او بې طرفه پالیسۍ له مخې تنظیموي.

افغانستان په تېر کې د ځینو سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو د استخباراتي لوبو، نیابتي جګړو او پردیو ګټو قرباني شوی، چې یو طرفه یا نامتوازنه سیاسي پالیسۍ هم ځای پکې درلود، له همدې امله ځینې نظامونه هم له منځه تللي او افغانستان د پردیو د محسوس یا نا محسوس حضور لپاره د اهدافو د پلي کېدو مرکز ګرځېدلی؛ سرپرست حکومت له تېرو تجربو په ګټې اخیستنې بې طرفه سیاست خپل کړی او نه غواړي افغانستان بیا د څو قطبي نړۍ د لوبو قرباني شي.

افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د روسیې، امریکا، ایران، چین، پاکستان او نورو ډېری هېوادونو لپاره مهم دی، ټول به له سرپرست حکومت سره د اړیکو د سمون او خپلو لپاره ګامونه اوچتوي، خو دا پر دې نشي اطلاق کېدلی چې ګواکې سرپرست حکومت نامتوازنه پالیسي لري او هېواد د پردیو رقابتونو قرباني کوي.

خو بهر مېشتي ډلې، ټپلې او مخالفین بیا د خپلو شخصي ګټو د بیا تأمین او واک ترلاسه کولو په موخه هم د نړۍ اقدامات او هم د سرپرست حکومت پالیسي او کړنې په قصدي ډول داسې تعبیروي، چې ګواکې د امریکا، روسیې، سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په ضد دي او د هغوی ګټې ګواښي؛ خو واقعیتونه ښکاره دي، بهر مېشتي مخالفین که هر څومره هڅه وکړي چې په ناسمو تبلیغاتو افغانستان د نیابتي او رقابتي جګړو قرباني کړي، ټولې هڅې به یې ناکامه او دوی به د تېر په څېر هر ځل رسوا کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version