د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ چهارشنبه (د غویي، ۲۴مه) ۵۰ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له‌مخې ویلي چې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر دوو ورځو بند خونو کې ساتل شوي وو.

د یاد وزارت په وینا، یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version