د هسپانیا لومړي وزير پدرو سانچز پرون چهارشنبه په خپلو څرګندونو کې اسرائیلي دولت د غزې د خلکو نسل وژونکی وباله او په وينا یې هېواد یې له داسې يوه دولت سره سوداګري نه کوي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې سانچز اسرائيل ته په ښکاره ډول د نسل‌وژونکي دولت اصطلاح کاروي.

دغه راز د هسپانیا د لومړي وزیر دویمې مرستیالې يولاندا دياز هم څو ځله اسرائيل نسل وژونکي بللي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د مطلق بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

تر دې وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو هم د اروپایي ټولنې او اسرائیل تر منځ د همکاریو تړون د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.

بارو د یکشنبې په ورځ د فرانسې له يوې راډیو سره په مرکه کې د غزې وضعیت ننګونکی بللی او په وينا یې د غزې خلک د دوامداره محاصرې له امله له قحطۍ او د لومړنيو خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

نوموړي همدا راز د فرانسې او اسرائيل ترمنځ د اړيکو د بيا کتنې غوښتنه کړې ده.

د هسپانیا لومړی وزير او د فرانسې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې هالنډ هم د اروپا او اسرائيل ترمنځ د دغه تړون د سمدستي بیاکتنې غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې اسرائیل غزې ته د مرستو د لېږد په مخنيوي د تړون اصول تر پښو لاندې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version