‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د خبر له مخې، یاد کډوال د روان هجري شمسي کال د غبرګولي میاشتې په ۳۱مه نېټه د کندهار سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

یاد وزارت د سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر څلورو ورځو بندیان وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version