د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې مخالفې ډلې ایجاد شوې دي، خو دغه ډلې په بې سارې توګه پاشل شوې دي. د پاشلتیا یو مهم دلیل په مخالفو ډلو کې د بهرنیو هېوادونو رول او مستقیمه مداخله هم ده، چې د سرپرست حکومت په وړاندې د بېلابېلو مخالفو ډلو د جوړولو له لارې یې د دوی شته لږ قوت هم کمزوری کړی دی. بهرنیانو هڅه کړې د مخالفو ډلو ځواک تقسیم کړي، تر څو هره ډله په جلا توګه تر خپل نفوذ لاندې راولي او د جلا اهدافو لپاره د نیابتي ډلو په ډول استفاده شي.
یو شمېر بهرني هېوادونه د خپلو سیمهییزو ګټو له مخې افغانستان ته متوجه دي، دوی له بېلابېلو ډلو سره څه نا څه مرسته کوي، خو په بدل کې یې خپل سیاسي اهداف تعقیبوي، چې بیا هره مخالفه ډله په جلا توګه، مختلفو اهدافو ته کار کوي، له همدې کبله یې خپل منځي اختلافات ځینې وخت تر لفظي شخړو، مطبوعاتي سنګر نیونې او غونډو کې د یو او بل تر وهلو رسېږي.
بل خوا، ځینې هېوادونه له سرپرست حکومت سره تعاملاتو ته هم لومړیتوب ورکوي، دوی هڅه کوي چې سرپرست حکومت په رسمي توګه ومني، یا د سیمې د امنیت او اقتصادي همکارۍ لپاره تړونونه ورسره وکړي. دغه تعاملات د مخالفو ډلو د کمزوري کولو یوه ستراتیژي ده چې په نتیجه کې یې د هغوی د فعالیت فرصتونه محدود کړي دي، ډلې یې منزوي شوې دي او ورځ تر بلې د منحل کېدو لوري ته ګامونه اخلي.
که دغه مسئلې ته له بلې زاویې وګورو، نو وبه وایو چې مخالفي ډلې له دې کبله هم پاشل شوې دي، چې نور نو بهرنیان پرې هیڅ باور نه لري او دا چې په نوره نړۍ کې د دغه ډلو په توسط د ګډوډیو د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، دغه نیابتي ډلې په یوه او بل نوم بوختې ساتي.
په نږدې ورځو کې څرګنده شول چې د یو شمېر مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د مقاومت جبهې غړو په ایران کې د موساد لپاره جاسوسي او له اسرائیلي رژیم سره همکاري کول، چې په تور یې څو تنه د ایران د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د دغه ډلو غړي که چیرته په خیالي شعارونو، ستراتیژیو او ناکامو ناستو بوخت ونه ساتل شي، د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښولی شي.
د خلاصې په توګه ویلی شو، چې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو پاشلتیا ګڼ شمېر خاص داخلي او بهرني عوامل لري، خو د هغه هېوادونو هم ځانګړی رول په کې شته، چې له دغه ډلو د خپلو اهدافو لپاره ملاتړ کوي. مخالفي ډلې باید نور د پردیو اهدافو لپاره له جنګېدو تېر شي، د ارامۍ ژوند ته را ستانه شي، نور نو د نیابتي جنګیالیو په توګه ونه جنګېږي او په هېواد کې د شته ثبات، امنیت او سوکالۍ د دوام لپاره د سرپرست حکومت له چارواکو سره اوږه په اوږه هڅې وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.