لیکوال: سعید غلجی

د افغانستان اسلامي امارت له ابتداء څخه په مکرره توګه ټولې نړۍ ته همدا اعلان کوي، چې مه تاسې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله کوئ او نه موږ ستاسې په کورنيو چارو کې مداخله کوو، بايد ټول له يو بل سره ښې اړيکې او متقابل احترام ولرو، مشترکې ګټې وپالو او يو بل ته د خير او منفعت ذريعه وګرځو.

خو متأسفانه ځينې هېوادونه بيا هم د تعامل پر ځای، د تقابل لاره نيسي، د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخلې کوي، د دې هېواد پر خلاف شيطاني، درواغجن او زهرجن تبليغات کوي او هم عملاً د افغانستان مخالفينو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي، ملاتړ يې کوي او اکمالوي يې، چې له دې جملې يو هم مسلمان ګاونډی «پاکستان» دی، ظاهراً دعوه کوي چې د کلمې پر بنياد تأسيس شوی، خو له افغانستان سره يې هيڅکله د اسلامي ګاونډيتوب حق اداء نه کړ او نه د اسلامي اخوت پر اساس له افغانستان سره اړيکې رغوي.

يو ځل يې دوه لسیزې وړاندې د اسلامي امارت خلاف د صليبي ټلوالې ملاتړ اعلان کړ، خپله خاوره او پوځي اډې يې د افغانستان پر خلاف صليبيانو ته په واک کې ورکړې او اسلامي نظام يې را نسکور کړ، اوس چې بيا له ډېرو قربانيو او سرښندنو وروسته نوی افغان حکومت واک ته رسېدلی او هېواد هم له صليبي اشغال څخه خپلواکي اخيستې، همدغه مسلمان ګاونډی بيا لګيا دی د اسلامي نظام پر خلاف د داعشي خوارجو، مقاومتي باغيانو او بلې هرې شريرې ډلې ملاتړ کوي، تر خپل واک لاندې سيمو کې يې دغو شريرو کړيو ته ښکاره مراکز ورکړي او د افغانستان خلاف يې تربيه او استعمالوي.

البته د دغو ناوړو چارو مسؤليت هيڅکله د پاکستان متدين ولس او ملکي حکومت ته نه راجع کېږي، بلکې دا ټول رذالتونه د پاکستان په پوځ کې د هغې مخصوصې پردي‌پالې کړۍ کار دی، چې مستقيماً له دښمنانو څخه اوامر تر لاسه کوي او نه پرېږدي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې ورغېږي او د اسلامي اخوت او ښه ګاونډيتوب په فضا کې تعامل وکړي. دغه کړۍ دومره قوي ده، چې نه ملکي حکومت ته څه ارزښت ورکوي او نه پاکستاني ولس ته، بلکې هر څه يې په خپل واک کې اخيستي او يرغمل کړي. حتی څه موده وړاندې چې د پاکستاني حکومت يو پلاوی د اړيکو رغولو لپاره کابل ته راغلی و، پوځ يې د افغانستان فضا نقض او پر وزيريستاني مهاجرينو يې بريدونه ترسره کړل، ورپسې يې له کوم څرګند دليل پرته د تورخم او سپين بولدک لارې هم وتړلې، هدف يې دا و چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې بيرته خرابې او نابودې کړي.

نو تر څو چې پاکستان د دغې پردي‌پالې پوځي کړۍ په ولکه کې وي، هيڅکله امکان نه لري چې پاکستان د اسلامي سياست په رڼا کې تعامل وکړای شي. بلکې پاکستان به همېشه د غرب او مريکا په اشاره ناڅي او د يوې اجيرې ملېشې په حيث به د هغوی اوامر ترسره کوي.

نو د پاکستان ملکي حکومت، علماوو، مخورو او ټول دينداره ولس ته لازمه ده، چې تر هر څه ژر له دغې پردي‌پالې کړۍ څخه خپلواکي تر لاسه او پرې نږدي چې يو څو تنه پردي‌پال جنرالان د ټول ملت په سر لوبې وکړي، د پرديو په اشاره پاکستان په بې هدفه جګړو کې ښکېل کړي او د پاکستان امن پسند ولس له ټولې نړۍ سره په عداوت او دښمنۍ اخته کړي. خپلواک ولسونه خپل سرنوشت په خپله ټاکي او هيڅکله اسارت نه قبلوي.

دغه راز په اخر کې يو ځل بيا تکراروو چې د افغانسان نوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو روابطو غوښتونکی دی، له هيچا سره دښمني او بد نيت نه لري او افغانان د نړۍ په سطحه د جرګو او مرکو خلک دي، مګر که بيا هم څوک د دغه هېواد پر فضا، خاوره او حقونو تېری کوي، نو بايد په ياد ولري، چې افغانان د يرغلګرو په ماتولو او شړلو کې هم خورا اوږده تجربه او وياړمن تاريخ لري!

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version