نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د سوریې بیا رغونه لږ تر لږه ۲۱۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، د سوریې ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې له امله د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې زیربناوې، اقتصاد، مواصلاتي لارې او مخابراتي خدمات سخت زیانمن شوي دي.

ویل شوي، له دې سربېره د سوریې کورنۍ جګړه د دې لامل شوې، چې د دې هېواد روغتیا، تعلیم، برېښنا، اوبو سرچينې، ټرانسپورت، هم په شدت زیان وویني.

د سوریې کورنۍ جګړه ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد د دکتاتور نظام پر وړاندې له ولسي پاڅون سره پیل شوه، دې جګړې ته روسیه هم د سوریایي رژیم په ګټه را وړاندې شوه، چې په پایله کې یې لسګونه زره سوریایان شهیدان، ښارونه ړنګ او میلیونونه نور خلک د هېواد پرېښودو ته اړ شول.

دې هېواد کې اوږده ناکراري د سوریایي جهادي ډلو له خوا د بشاري رژیم له نسکورېدو وروسته ظاهراً پای‌ته رسېدلې او د دغه هېواد د بیا رغونې لپاره تمې پیدا شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version