پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو د سېلابونو د احتمالي ګواښ له امله تر اوسه له ۱۵۰ زرو زیات خلک خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

سرچينو ويلي پنجاب کې دا مهال سخت بارانونه اوري او د راتلونکو دوه ورځو لپاره یې هم اټکل شوی او خلکو ته احتیاطي سپارښتنې شوې دي.

له بل لوري بيا هند د سلال‌ اوبو بند چې اوبه یې د پاکستان پنجاب ته ځي په بشپړه توګه خلاص کړی، چې پنجاب کې د سېلابونو خطر ورسره څو چنده زيات شوی.

د روانو سېلابونو له امله د پنجاب قصور، سيالکوټ او نارو وال سيمې له جدي خطر سره مخ دي او تقريباً د ډوبېدو په حالت کې دي‌.

ياده دې وي، چې وروستیو سېلابونو په پاکستان کې د خلکو ژوند او مال ته درانه زیانونه اړولي، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version