د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندری سیبیها ویلي چې هېواد یې له روسیې سره د روانې جګړې د پای ته رسیدو په موخه مستقیمو خبرو اترو ته بشپړ جمتووالی لري.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او اروپايي سیالانو سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته پر خپله ایکس پاڼه کړې دي.
هغه لیکلي: «زه د سولې پر لور د نویو اقداماتو لپاره د کېیف چمتووالی تائیدوم. موږ د نړۍ په هره برخه کې د ولسمشرانو په کچه غونډو او لیدنو کتنو ته چمتو یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې هېواد یې مذاکراتو ته چمتو دی؛ خو په خبره یې مذاکرات باید رښتیني او د جګړې پر عادلانه پای متمرکز وي.