پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د سند ایالت له حکومتي ګودامونو ۱۷۰ زره بوجۍ غنم غلا شوي دي.
خبر کې د سرچینو په حواله ویل شوي، چې د ورکو شویو ۱۷۰ زره بوریو غنمو په تړاو څلور تنه د خوراکي توکو څارونکي تورن شوي دي.
سرچینه وايي، د اړوندو ارګانونو له لوري دغه تورن شویو څلورو تنو ته ۱۴ ورځې موده ورکړل شوې، چې په لیکلي ډول د ورکو شویو غنمو په اړه معلومات ورکړي، که چېرې یې ځواب د قناعت وړ نه وي، له دندو به ګوښه شي.