د پاکستان پوځي رژیم د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د هېواد اوسنی نظام او سیسټم له جدي ستونزو سره مخ دی او تر هغو چې اصلاح نه شي، له نړۍ سره ښې اړیکې هم پاکستان ته د پام وړ ګټه نه شي رسولای.
نقوي، چې په اسلاماباد کې یې خبري غونډې ته وینا کوله، ويلي «له امریکا سره که هر څومره ښې اړیکې هم ولرو، خو چې د هېواد نظام سم نه وي، هېڅ ګټه نه لري. نظام تباه شوی، زوال یې حتمي او د اصلاح وړ نه دی.»
هغه زیاته کړې، د صدراعظم په دفتر کې هم یو عادي فایل په وخت نه بشپړېږي او د اداري خنډونو له امله په څو ځایونو کې بند پاتې کېږي. د نوموړي په وینا، د چارو د چټکتیا لپاره باید واکونه ټیټې کچې ته وسپارل شي او نوي اداري واحدونه جوړ شي.
د پاکستان پوځي رژیم د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، اوسنی حکومت به خپله اساسي موده بشپړه کړي او د تحریک انصاف د بنسټايښودونکي عمران خان په اړه پرېکړه به محکمې کوي.


