له خیبر پښتونخوا ځایي سرچینې وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې پر یوه جومات ډرون برید کړی.
سرچینې زیاتوي، چې دې برید کې یاد جومات او د قرآن کریم څه باندې سل نسخې شهیدانې شوې دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، دا د سپین وام سیمې څلورم جومات دی چې په تېرو څو ورځو کې د پوځي رژیم له لوري په نښه کېږي.
د هغوی په وینا، په دغو څلورو جوماتونو کې د شهید شویو قرآن کریمونو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی.
